Language

کابل کې اړمنو ته د وچې ډوډۍ وېش ودرېد

کابل (پژواک، ۱۹غبرګولی ۹۹): د کابل ښاروالي وايي چې په کابل ښار کې اړمنو ته د وچې ډوډۍ وېش ودرېد خو ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې مستحقو خلکو ته د خوراکي توکو وېش پیل شي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره د کابل ښاروالي شاوخوا څلوېښت ورځې مخکې اړمنو خلکو ته د وچې ډوډۍ وېش پیل کړ او تر پرونه پورې هره ورځ ۱۵۰۰ کورنیو ته وچه ډوډۍ توزېع کېده.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند پژواک ته وویل چې د وچې ډوډۍ وېش درېدلی او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې مستحقو خلکو ته د خوراکي توکو وېش پیل شي.

هغې وویل چې د خوراکي توکو د وېش طرحه ریاست جمهوري ته وړاندې شوې او جزئیات به یې د  جمهوري ریاست له تایید وروسته مشخص شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغې په خبره د مستحقو خلکو فهرست ترتیب شوی دی.

د دې  ادارې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اړمنو خلکو ته د وچې ډوډۍ وېش په کابل او ولایتونو کې د ولسمشر په هدایت پیل شوی و.

login or register a new account.

Related Topics