کندهار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹): په کندهار کې لسګونو ځوانانو د ایران کونسلګرۍ مخې ته د دغه هېواد له خوا له افغانانو سره د وروستي ظلم په غبرګون کې لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د "مرګ پر ایران"، "مرګ د ایران پر داخلي جاسوسانو"، "مرګ پر هغوی چې د قاسم سليماني فاتحه یې اخیسته" او ورته نور شعارونه ورکول او د دغه هېواد بیرغ ته یې اور واچاو.
د لاریون یوه برخه وال عبدالحنان مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل، ایران له لسیزو راهیسې نه یوازې له افغانانو سره ظلمونه کوي، بلکې د هېواد په ناامنیو کې هم لاس لري.
هغه زیاته کړه، نن د کندهار لسګونه ځوانان په همدې تړاو را یوځای شول او د ایران د کونسلګرۍ مخې ته یې لاریون وکړ.
د ده په خبره، کلونه کېږي چې ایران په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، په کور دننه افغان کډوال او مسافر ربړوي، د نشه يي توکو د قاچاق، د کرونا ناروغۍ او نورو ډول ډول پلمو یې په اوبو کې ډوبوي، په اور یې سوځوي او وژني یې.
نوموړي په ایران کې له افغان مسافرو سره شوی وروستی ظلم وغانده او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له ایرانه د دغو ظلمونو پوښتنه وکړي.
نوموړي ګواښ وکړ که ایران په افغانستان کې له لاسوهنې او له افغانانو سره له ظلمه لاس وانه خلي، نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او له حکومته به د ایران د سفارت او کونسلګریو د تړلو غوښتنه وکړي.
د لاریون یوه بل برخه وال فضل احمد محسن پژواک ته وویل، څه موده وړاندې ایران لسګونه افغانان په اوبو کې ډوب کړل او دا دی اوس یې په اور وسوځول.
هغه دغه ظلمونه د هر ډول ارزښتونو خلاف وبلل او له حکومته یې وغوښتل چې د خپلو اتباعو د حقونو دفاع او پوښتنه وکړي.
ده پر یو شمېر افغان سیاستوالو نیوکه وکړه چې موده مخکې یې له ایران سره د قاسم سلیماني پر مرګ اوښکې تویولې خو له افغانانو سره د دغه هېواد پر ظلم خاموش دي.
په کندهار کې د ایران په خلاف لاریون په داسې حال کېږي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپرېږي چې د ايران په خاوره کې د افغان مسافرو يو موټر په لمبو سوځي او یو سوځېدلی افغان د اوبو غوښتنه کوي خو څوک یې نه ورکوي.
ايران څه موده وړاندې هم يو شمېر افغانان په اوبو کې هم ډوب کړي وو چې پراخ غبرګونونه یې را وپارول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP