Language

افغانستان کې ۲۱۴۵۹ کسان پر کرونا اخته او ٣٨٤ مړه شوي دي

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٤٢ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۱۴۵۹ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال ډاکټر وحيد مجروح د غبرګولي په ٢٠مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٢٢٥ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٥٤٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۱۴۵۹ ته لوړه شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٢١٣ په کابل، ١٤٢ په هرات، ٩٢ په ننګرهار، ٣٦ په غزني، ٢٢ په پکتيا، ١٢ په لغمان، اته په کندوز، اووه په پنجشېر، پنځه په کاپيسا، څلور په لوګر او يوه هم په کونړ ولايتونو کې دي.

د مجروح په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٨٠ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲٦٥١ ته لوړه شوې.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٥ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٣٨٤ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د کسب او کار نوې طرحه تصويب کړه چې له مخې يې د درېيو نورو مياشتو لپاره هم ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي.

login or register a new account.