Language

خلک: کندوز کېدې د کرونا د تشخيص مرکز جوړ شي

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٩): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم په دغه ولايت کې د کرونا د تشخيص مرکز نه دى جوړ شوى او له دغه پلوه خلک له ستونزو سره مخ دي.

خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا وايي چې د کرونا د تشخيص مرکز لپاره ځيني وسايل کندوز ته رسېدلي او ځينې نور به هم ډېر ژر ورسېږي.

د کندوز د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر رييس عنايت الله خليق د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په دغه ولايت د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه خو تر اوسه د کرونا د تشخيص مرکز په کې نه دى جوړ شوى.

دى وايي: ((مسوولينو موږ سره وعده وکړه چې په يوه اوونۍ کې دغه مرکز جوړوي، خو دوه مياشتې تېرې شوې تر اوسه يې نه دي جوړ کړي.))

دغه راز د کندوز اوسيدونکي عبيدالله هم پژواک ته وويل چې حکومت له دغه ولايت پرته په نورو ټولو زونونو کې د کرونا د تشخيص مرکزونه جوړ کړي دي.

ده زياته کړه: ((کندوز د شمال شرق ولايتونو مرکز دى، له نورو ولايتونو نه خلک کندوز ته راځي دلته يې سمپل اخيستل کېږي، خو بيا د چک لپاره کابل او يا هم نورو زونونو ته استول کېږي چې دا ډېر وخت نيسي او خلک په مشکلاتو کې دي.))

همدارنګه د کندوز بل اوسېدونکي بشيرخان پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري کندوز ته سل ميليونه افغانۍ د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې ورکړل شوي دي.

خو دى زياتوي: ((پيسې راغلي دي، خو دا بې کفايته مسوولين يې په ځاى نه شي نه لګولى، څو مياشتې کېږي، د کرونا د تشخيص يو مرکز نه شي جوړولاى چې دا لوى مشکل دى.))

د کندوز يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې هرڅه ژر يې دغه ستونزه هواره نه شي، په لاريونونو به لاس پورې کړي.

خو بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې د کرونا ويروس د تشخيص لپاره ځينې وسايل کندوز ته انتقال شوي او ځينې نور به يې هم ډېر ژر ورسيږي.

هغه وويل: ((د لابراتور ځينې وسايل په هېواد کې نشته دي، د روغتيا له نړيوال سازمان سره يې تړون شوى دى، ډېر ژر به هېواد ته راشي چې موږ به بيا دغه مرکز فعاله کړو.))

د يادونې ده، په ټول هېواد کې دا مهال د کرونا ٢١٤٥٩ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ١٦٠ يې په کندوز کې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.