Language

“د سولې په بهیر کې ښځې، مدني ټولنې او علماء مهم رول لوبولی شي”

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د سولې لپاره د مدني ټولنې بنسټونو مشورتي او د همغږۍ بورډ وايي چې ښځې، د مدني ټولنې بنسټونه، ځوانان، علما او سیاستوال کولی شي د سولې په بهیر کې ارزښتناک او مهم رول ولوبوي.

د سولې په چارو کې د دولت له وزارته د غبرګولي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې لپاره د مدني ټولنې بنسټونو مشورتي او د همغږۍ بورډ د يوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د سولې غوښتونکو خلکو د غږ پر يووالي خبرې وکړې .

سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي وويل چې د مدني ټولنې بنسټونه کولی شي د حکومت او خلکو ترمنځ د اړيکو ټينګښت لامل شي او د خلکو د سولې غږ تر حکومته ورسوي.

دغه راز نوموړي  د سولې په بهير کې د ښځو او مدني ټولنو د اغېزناک رول د ټینګار ترڅنګ وويل: ((ښځې، د مدني ټولنې بنسټونه، ځوانان، علما او سیاسیون کولی شي د سولې په بهیر کې ارزښتناک او مهم رول ولوبوي.))

د خبرپانې له مخې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي تشکلاتو او مدني ټولنې د بنسټونو مشرې لیلا جعفري د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو مشورتي او د همغږې بورډ له غړو مننه وکړه.

هغې زیاته کړه، په دې ناسته کې د بورډ غړو د هېواد د ټولو سيمو (له کليو څخه تر پلازمينې پورې) د سولې لپاره د خلکو غږ د يووالي لپاره ټينګار وشو او ويې ويل، اړتیا ده د سولې په اړه د خلکو رښتینی غږ په روښانه ډول د افغانستان حکومت، مذاکره کوونکي ټېم او دغه راز نړیوالې ټولنې ته ورسول شي.

د یادونې ده، د سولې لپاره د مدني ټولنې بنسټونو مشورتي او همغږۍ بورډ غړي په یوه مشورتي ناسته کې چې د سیاسي تشکلاتو او مدني ټولنې د بنسټونو د ریاست له خوا د مدني ټولنې د اویا بنسټونو په شتون سره جوړه شوې وه، ټاکل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.