Language

د ملي امنیت شورا: دولت د بین الافغاني خبرو پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د ملي امنیت شورا بین الافغاني خبرو پیل ته له بشپړ چمتووالي خبر ورکوي او وايي چې تر اوسه له زندانونو د طالبانو ۳زره بندیان ازاد شوي او دغه بهیر به د سولې پروسه کې د اعتماد جوړونې په منظور دوام ولري.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان حکومت د بین الافغاني خبرو پیل ته د اسانتیاوو لپاره ډېرې هڅې ترسره کړې چې مهمه یې د طالب بندیانو خلاصول دي.

هغه د دولت له زندانونو د درې زره طالب بندیانو ازادولو خبر ورکړ او وايي چې دغه بهیر به د سولې پروسه جې د اعتماد جوړونې لپاره دوام ولري.

نوموړي د دې په ویلو سره چې تر اوسه د طالبانو له زندانونو د امنیتي ځاکونو ۲۷۷ کسان ازاد شوي، له طالبانو یې وغوښتل چې د اعتماد جوړونې لپاره دې ټول امنیتي سرتېري او غیر نظامي کسان ازاد کړي.

فیصل د سولې خبرو پیل ته د حکومت له بشپړ چمتووالي خبر ورکړ، هیله یې څرګنده کړه چې طالبان دې هم خپل چمتووالی اعلان کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند له طالبانو وغوښتل چې د خپلو بریدونو او تاوتریخوالي کچه دې را ټیټه کړي څو د دې ډلې پر وړاندې باور ډېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې تر اوسه یې ۴۵۰ بندیان ازاد کړي خو د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو تر اوسه ۲۷۷ امنیتي کسان خوشي کړي. د فیصل په خبره چې د طالبانو له خوا خوشي شوي نور بندیان ملکي وګړي دي.

ټاکل شوې چې له یو زر دولتي بندیانو سره د پنځو زرو طالب بندیانو له تبادلې وروسته د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شي. 

دا په داسې حال کې ده چې د ملي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله څو ورځې مخکې هیله وښوده چې ښايي بین الافغاني خبرې تر دوو اوونیو پورې پیل شي.

بلخوا بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د بین الافغاني خبرو د ځای او نېټې په اړه د افغانستان له جکومت او طالبانو سره بحثونه دوام لري.

د یادونې ده، پر قطر سربېره جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هم د بین الافغاني خبرو د کوربه توب لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د سولې د هوکړه لیک له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په لسمه په دوحه کې لاسلیک شو، باید له دغه هوکړه لیکه لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شوې وای خو د بندیان پر خلاصون د اختلافاتو له امله دغه خبرې پیل نه شوې.

login or register a new account.