کابل(پژواک، ۲۰غبرګولی۹۹): د کابل د والي به سپارښتنه، په کابل ښار کې هغه پېژندل شوي هوټلونه او هټۍ چې روغتيايي لارښوونې نه مراعاتوي، تړل کېږي.
د کابل والي محمد يعقوب حيدري تېر ماښام د کابل د نوي ښار په سيمه کې د قرنطيني وضعيت د څارنې پر مهال د کابل امنيې قوماندانۍ ته سپارښتنه وکړه چې د مجيد مال او پارک مال په ګډون هغه هوټلونه او هټۍ چې روغتيايي لارښوونې نه مراعاتوي،ودې تړل شي.
ده هغو هټۍ والو ته چې د کار په بهير کې يې روغتيايي ټکيپه پام کې نه وو نيولي، ګواښ وکړ چې د حکومت له خوا شوې روغتیايي لارښوونې بايد په پام کې ونيسي او هغه کسان چې سړغرونه وکړي، فعاليتونه به يې بند او نغدي جريمه به هم ورنه واخيستل شي.
نوموړي په کابل ښار کې د قرنطين پلي کېدو له بهيره څارنې ته په اشارهوويل چې که څوک سرغړونه وکړي، له مارکېټونو او نورو سوداګزيزو صنفونو سره به چلند جدي شي.
د کابل والي د قرنطين په ورځو کې له يو شمېر هوټلونو له امله چې د قرنطين لارښوونې یې عملي کړې، مننه وکړه او له ټولو اصنافو يې وغوښتل چې د کار په جريان کې د خپل ځان او نورو هېوادوالو ساتنې ته پام وکړي، قرنطين او روغتيايي سپارښتنې مراعات کړي، خپل او د نورو کسانو ژوند دې په ګواښ کې نه اچوي.
د يادونې ده، حکومت د کرونا ويروس خپرېدو د مخنيوي په موخه په کابل ښار او یو شمېر ولايتونو کې پر بېلابېلو برخو محدوديتونه وضع کړي وو.
login or register a new account.