Language

نړیوال بانک د یونیسف په همکارۍ له افغانستان سره د کرونا ضد توکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې د نړیوال  بانک په مرسته افغانستان ته د هوا له لارې د کرونا ضد اړین توکي او درمل ولېږدول.

د یونیسف له خوا د غبرګولي په ۲۰مه پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې افغانستان د کويډ- ۱۹ له وبا سره لاس او ګرېوان دی، نن یې د عامې روغتيا له وزارت سره بېړني طبي لازم توکي د هوا له لارې کابل ته ولېږدول.

سرچینې زیاته کړې په دې لېږدونه کې د لومړۍ کرښې د روغتيايي کارکوونکو لپاره د شخصي ساتنې توکو بستې شاملې دي چې پر کرونا د اخته کېدو له لوړ ګواښ سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي په دې توکو کې د نړيوال بانک په مالي مرسته د کويډ- ۱۹ درملنې روغتيايي سيستمونه، د چمتووالي او بېړني غبرګون پروژې ځينې برخې هم شاملې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر احمد جواد عثماني،په دې سختو شرایطو کې  د نړيوال بانک او يونيسف د مرسته ستاينه وکړه او ویې ویل: ((د افغانستان لپاره دا مرسته ډېره مهمه ده، ځکه چې موږ په يوازې سر د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه نه شو کولی.))

د هغه په وینا، دا مرستې په داسې حال کې را ورسېدې چې د نړۍ په کچه يې غوښتنې زیاتې وې او ډاډ یې ورکړ چې د دغه وژونکي ويروس د وقايې، مخنيوي، خپرېدو او رسېدنې لپاره به هغو خلکو ته بېړنۍ مرستې او سرچينې ورسېږي چې له زيات ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک مشر هنري کرليوایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کويډ-۱۹ مثبتې پېښې په ډېرېدو دي، د شخصي ساتنې وسايلو دا توکي به روغتيايي کارکوونکو ته د دې توان ور وبښي، څو د کويډ -۱۹ ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او خپل ځانونه له اخته کېدو خوندي کړي.

د هغه په وینا، افغانستان له مخکې څخه د روغتيا په برخه کې له ننګوو سره مخ و او په دې بيړني حالت کې بايد لومړيتوب د طبي کارکوونکو ساتنې ورکړل شي.

په خبرباڼه کې راغلي چې په دې مرسته شوو توکو کې ۱۵۰۰۰۰ شخصي د خونديتوب توکي دي چې د ۶ مياشتو په لړ کې د لومړۍ کرښې ۶۸۲۱ کارکوونکو لپاره د کارونې وړ دي.

دغه توکي به روغتيايي کارکوونکو ته دا وړتیا ورکړي، څو د کويډ- ۱۹ ۱۰۰۰۰ ناروغان وپېژني او په بستر کې دننه يې درملنه وکړي.

په افغانستان کې د يونيسف استازی ډاکټر ابوبکر کامپو وويل: ((دا مرستې په يوه ډېر مهم وخت کې افغانستان ته ورسېدې چې افغانستان له نورو ستونزو سربېره د کويډ- ۱۹ له ویروس سره لاس او ګرېوان دی. موږ د افغانستان د عامې روغتيا له وزارته مننه کوو چې له موږ سره يې مرسته وکړه، څو د بنسټيز روغتيايي خدمتونه ماشومانو او د هغوی کورنيو ته ورسوو.))

د امرستې په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې تر ننه پورې نږدې ۲۱زره کسان پر کرونا اخته دي، ۳۸۰ تنه مړه او ۲۶۰۰ روغ شوي دي.

login or register a new account.