Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځدراڼ: که دولت مو حقونه رانه کړي، اعتراضونه پيلوو

ګردېز (پژواک ۲۰ غبرګولی  ۹۹): د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د ځدراڼ قوم ګڼو مشرانو او ځوانانو د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د يوې غونډې په ترڅ کې نيوکه وکړه چې سيمو ته يې پرمختيايي کارونه نه دي شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی پر بېلابېلو دندو د خپلو کادرونو پر ګومارنه هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې په امنيتي برخه کې هم ګڼې ستونزې لري.

د دوی له ډلې د پکتيا مېشت قومي مشر حاجي عزت خان وويل په سيمه کې يې د وسله والو طالبانو او د امريکا استخباراتي ادارې ملاتړ لرونکو ځواکونو KPF په بريدونو کې عامو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.

عزت خان وويل: ((پکتيا ولايت ته د رغونې او بيارغونې لپاره نهه ميليارده افغانۍ ورکړل شوي، خو ځدراڼو ولسواليو ته يې په کې هېڅ حقه حقوق نه دي ورکړي. هغه وکيلان چې ځدراڼو او نورو پکتياوالو رايه ورکړې، هغه يې خپلو طرفونو ته کشوي.))

د ځدراڼو ځوانانو علمي ټولنې مشر اسماعيل ځدراڼ وويل د ياد قوم په سيمو کې د پوهنې، روغتيا، مخابراتو او رغنيزو چارو برخو کې شوي کارونه په نشت حساب دي.

ځدراڼ زياته کړه: ((ولسمشره پر تا غږ کوو که د ځدراڼو ستونزو ته مو رسېدګی ونه کړه يوازې تر پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر نه، بلکې تر ارګ پورې به ځان رسوو او دروازې ته به درته کينو چې خپل حقونه واخلو.))

په ولسي او ديني چارو کې د ولسمشر سلاکارانو اعتبارخان ځدراڼ او مولوي سردارخان ځدراڼ د خلکو نيوکې پر ځای وبللې او ويې ويل چې په تېرو کلونو کې د ځدراڼو سيمو ته په پراختيايي او پرمختيايي برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

مولوي سردارخان ځدراڼ د ځدراڼو کادرونو ګومارنه او ياد قوم ته پاملرنه د دوی حق وباله او ويې ويل چې په سيمو کې به يې د چارو په اړه له ولايتي ادارو او مرکزي حکومت سره خبرې وکړي.

ځدراڼ وويل: ((دا بلکل رښتيا ده چې ځدراڼ قوم ته لکه څنګه چې شايد او بايد ده، کار نه دی شوی. ځدراڼ د دوه لويو قوتونو تر منځ، چې يو خوا ته طالب او بل خوا ته KPF دی، مېشت دي او کړيږي.))

اعتبارخان ځدراڼ وويل چې ځدراڼ قوم په امنيت او بېلابېلو برخو کې قربانۍ ورکړې او که حقونه يې ورنه کړل شي، په خبره يې په اعتراضونو پيلولو کې به د خلکو ملتيا کوي.

ځدراڼ زياته کړه: ((تاسو سره زموږ دا ژمنه ده چې ستاسو تر څنګ به يو او ستاسو د حقه حقونو لپاره به مبارزه کوو. که ستونزو او غوښتنو ته رسيدګی ونشوه، نو تاسو به مخ ته يئ، موږ به درپسې يو او اعتراضونه به پيلوو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.