Language

افغانستان کې ۲۲۱۴۳ کسان پر کرونا اخته او ٤٠٥ مړه شوي دي

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٨٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي، چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۲۱۴۳ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزير محمد جواد عثماني د غبرګولي په ٢١ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١١٢٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٦٨٤ يې مثبتې دي.

وزير زياتوي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۲۱۴۳ ته لوړه شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٩٣ په کابل، ٩٦ په هرات، ٩٥ په ننګرهار، ٢٥ په نيمروز، ١٨ په کونړ، ١٣ په کندهار، ١٢ په فراه، اته په کندوز، اووه په اروزګان، شپږ په بادغيس، څلور په بدخشان، څلور په زابل او درې هم په پروان ولايتونو کې دي.

د عثماني په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٢٤ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٢٩٧٥ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزير وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢١ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٤٠٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د کسب او کار نوى طرح تصويب کړه چې له مخې يې د درېيو نورو مياشتو لپاره هم ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي.

login or register a new account.