Language

افغان مشرانو خلیلزاد سره پر بین الافغاني مذاکراتو او اوربند خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹): ولسمشر اشرف غني او د افغان سیاسي مشرانو زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې پروسې پر راتلونکو اقداماتو، داورکم او اوربند پر دوام خبرې اترې وکړې.  

له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۱ پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن مازیګر د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره  ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دامریکا د سفیر سربیره د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې پروسې لپاره پاکستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو د جزئياتو په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل : (( امریکا متحدو ایالتونو هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لویو د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د اورکم یا نااعلان شوي اوربند پر دوام ټینګار وکړ او ډاکتر خلیلزاد وویل، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.

زلمي خلیلزاد  زیاته کړې : ((  ما د امریکا متحدو ایالتونو پیغام راوړی دی چې د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر کې د افغانستان حکومت د زړورو او سختو ترسره شویو اقداماتو مننه وکړم.))

ولسمشرغني په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان حکومت او سیاسیون سیاسي اجماع لري او په یوه غږ یې د جمهوریت دفاع کړې او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او د پایداره او باعزته سولې تامین ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه: ((دا چې نړیواله ټولنه، بین المللي سازمانونه او دوست هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي، منندوی یې یو.))

ولسمشر په ټینګار وویل، په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د سولې او اقتصادي انکشاف لامل هم کېږي. 

تر دې لیدنې مخکې د افغانستان ولسمشر له خپلو مرستیالانو، ځانګړی استازي ، دمذاکراتي ټیم د مشر او یو شمیر نورو دولتي چارواکو په شتون کې له خلیلزاد سره بله لیدنه هم درلوده.

ارګ وایي، په دې لیدنه کې د سولې پر پروسې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې عملي اقداماتو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د بین المللي ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو بحث او خبرې وشوې.

login or register a new account.

Related Topics