Language

​«نړيوال بانک او نړيواله ټولنه په افغانستان له اړمنو سره ۳۰۰ میليون ډالره مرسته کوي»

کابل(پژواک،۲۱غبرګولی۹۹): د ماليې وزارت وايي، نړيوالې ټولنې او نړيوال بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره ۳۰۰ ميليون ډالره مرسته کوي.

د ماليې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغنديوال چې نن د ۱۳۹۹ کال بودجې د تعديل په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په موخه ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و، وويل چې په هېواد کې له اړمنو کسانو سره د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پای ته رسېدلې او بل پروګرام تر لاس لاندې دیڅو له لارې یې اړمنو کسانو ته خوراکي توکي او نغدي پيسې ووېشل شي.

افغان حکومت په هېواد ګې د کرونا ويروس خپرېدو او له فقر او تنکلاسي د خلکو د نیوکو له امله په هېواد کې اړو کسانو ته د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پيل کړه او شاوخوا ۴۰ ورځې يې دوام وکړ خو تېره اوونۍ دغه لړۍ بېرته ودرول شوه.

ارغندیوال وايي، نړيوال بانک او نړيوالې ټولنې ژمنه کړې چې دوی د افغانستان له دولت سره ۳۰۰ ميليون ډالره مرسته کوي څو له اړو کسانو سره مرسته وشي.

د هغه په وينا، تراوسه نه ده څرګنده چې دغه مرستې پر اړو کسانو څه ډول ووېشل شي.

ارغنديوال زياتوي، دوه تګلارې شته، يوه د خوراکي توکو او بله هم نغدي مرستې دي چې وروسته به یې څرنګوالی معلوم شي.

خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړه، خو زياته يې کړه چې د ناحیو په کچه په ۳۴ ولايتونو د اړمنو کسانو د نومليکنې لړۍ پيل شوې ده.

د ماليې وزارت سرپرست وايي، حکومت په دې اړه خپلې ټولې هڅې کړې څو له دغه وضعيته بهر شي او په دې برخه کې د خلکو د استازو د مرستې غوښتونکی شو.

login or register a new account.