کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٤٨ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۲۸۹۰ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ٢٢ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٨٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٧٤٨ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۲۸۹۰ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣١١ په کابل، ١٨١ په هرات، ٧٨ په پکتيا، ٥٠ په کندهار، ٣٦ په ننګرهار، ٣٢ په بادغيس، ٢١ په پروان، لس په کونړ، لس په کاپيسا، اته په غور، شپږ په فراه او پنځه هم په لغمان ولايتونو کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢١ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٤٢٦ ته ورسېد.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣١٣ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٣٣٢٦ ته لوړه شوه.
د يادونې ده چې د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په هرات کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو په اړه څه نه دي ويل شوي خو د دغه ولايت روغتيايي مسوولين وايي چې په تېره يوه شپه او ورځ کې ١٤ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
login or register a new account.