کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): جمهوري ریاست بین الافغاني مذاکراتو پیل ته له بشپړ چمتووالي خبر ورکړ، د اوربند او د سولې پروسه کې د عملي ګامونو غوښتونکی شو.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې وویل چې د حکومت د خبرو پلاوی د مذاکراتو پیل ته بشپړ چمتووالی لري.
هغه د سولې لپاره د فرصتونو رامنځته کول رښتیني وبلل او ویې ویل چې له د سولې په اړه له نړیوالو همکارنو سره ښه پرمختګونه شوي دي.
نوموړي د خبرو نېټې او ځای ته په اشاره وویل چې د مذاکرې د نېټې او ځای په اړه د افغانانو ترمنځ بحث شوی او په راتلونکو ورځو کې به یې له ټولو سره شریک کړي.
د ولسمشر ویاند په هېواد کې د سولې رامنځته کېدو لپاره د حکومت پر پوه ژمنې د ټینګار ترڅنګ د سولې پروسه کې د عملي ګامونو اخیستو غوښتونکی شو.
هغه افغانستان د پاکستان د پلاوي سفر ته په اشاره وویل چې د پاکستان له پلاوري د خبرو پایلې د افغان حکومت له خوا مثبتې ارزول شوې او هیله ده دغه هېواد د افغانستان د سولې پروسې صادقانه ملاتړ وکړي.
صدیقي په دوام وویل چې پاکستاني پلاوي له افغانستان سره پر ښو اقتصادي، سوداکریزو او امنیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یوه خپلواک او با ثبات افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
هغه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د خبرو په جریان او وروسته له هغه موقت حکومت د منلو وړ نه دی او د سولې پروسې ټولې چارې به د حکومت تر نظر لاندې ترسره کېږي.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ګویا سیاسي هوکړه لیک نه دی عملي شوی، زیاته کړه: ((د حکومت د سیاسي هوکړه لیک عملي کېدنه تر کار لاندې ده او هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري او حکومت په دې برخه کې ژمن دی، خو پروسه ده، او وخت اخلي او اوسمهال هېڅ ډول مخالفت نشته.))
بلخوا هغه وویل چې پر کابینه جدي کار روان دی او ټاکل شوې ډېر ژر بشپړه شي او د نوماند وزیرانو لېست به د باور رایې اخیستو په موخه ولسي جرګې ته ولېږل شي.
login or register a new account.