کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی او دغه وژونکې ناروغي د هر افغان تر کوره رسېدلې ده، نو له دې امله خصوصي روغتیايي مرکزونو ته هم د درملنې اجازه ورکړل شوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل چې د کرونا ویروس ټولو کورونو ته سرایت کړی، نو یوازې په دولتي روغتونونو کې د ټولو د تشخیص امکانات نشته.
هغه له کرونا سره د مبارزې نوې پالیسي معرفي کړه؛ د دې پالیسۍ له مخې به وروسته له دې د خصوصي روغتیايي سکتور په ګډون ټول روغتیايي سکتورونه کولی شي پر کرونا اخته کسان تشخیص او درملنه کړي.
نوموړي وویل چې د روغتیايي متخصصینو د مشورو پر اساس له کرونا سره د مبارزې لپاره یې پنځه پالیسۍ جوړې کړې دي چې له مخې به یې د ډېرو ناروغانو د تشخیص زمینه برابره شي.
هغه څرګنده کړه چې له کرونا سره مبارزه تر اوسه د هېواد د روغتیا سیستم یو کوچنی جز و خو وروسته له دې به ټول روغتیايي سیستم له کرونا سره د مبارزې لپاره چمتو او همغږی شي.
عثماني په هېواد کې د روغتیا ملي بسیج د اعلان ترڅنک زیاته کړه: ((ټول روغتیايي جوړښتونه او سرچینې چې د یوه روغتیايي مرکز په کچه د افغانستان په لرې کلي کې واقع دی، بیا په ولسوالیو، ولایتونو او پلازمېنه کې تر کلینیکونو، روغتونونو او د عامې روغتیا ټول مرکزي او ولایتي تشکیلات له کرونا سره د مبارزې لپاره به سوق او اداره شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کرونا د تشخیص لابراتوارونو فعالول څو کاله وخت اخلي او ډېرې بودجې ته اړتیا لري، له همدې امله ټول خصوصي روغتیايي مرکزونه اجازه لري څو د کرونا ناروغانو په تشخیص او درملنه کې ونډه واخلي.
له دې مخکې پر کرونا د اخته کسانو تشخیص او درملنه د دولتي روغتیايي مرکزونو په لابراتوارونو کې ترسره کېدل خو خصوصي سکتور د کووید- ۱۹ پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې او تشخیص اجازه نه درلوده.
هغه د ځینو نورو کسانو پر کرونا اخته کېدو ته په اشاره وویل، اجازه یې ورکړې څو څو ځیرک ټیلېفونونو ته یو اپلکېشن جوړ شي، څو په روغتيايي مرکزونو کې ډاکتر وکولای شي له دې لارې پر کرونا د اخته کسانو شمېر راپور کړي.
عثماني په افغانستان کې د کرونا ویروس د ډېر خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ چې دغه هلاک کوونکې ناروغي د هر افغان تر کوره رسېدلې او خلک باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونې جدي ونیسي.
بلخوا نړیوال روغتیايي سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ موضوع په یو دمي ډول حاد حالت ته رسېدلې ده.
login or register a new account.