Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا د بکخېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوی

ښرنه (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٩): د پکتيکا د بکخېل نارسمي ولسوالۍ امنيه قوماندان له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بکخېلو په نارسمي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د یادې ولسوالۍ امنيه قوماندان مير عالم وژل شوى او يو بل پوليس ټپي شوى دى.

ده وويل چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عمر پژواک ته وويل چې پرون بېګاه قوماندان مير عالم او ساتونکي يې د طالبانو له کمين سره مخ شول او بيا نښته رامنځته شوه.

ده وويل چې په دې جګړه کې خپله مير عالم وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، پکتيکا د ١٨ رسمي ولسواليو ترڅنګ څلور غير رسمي ولسوالۍ هم لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.