Language

د کاپیسا د امنیه قوماندان ورور په کندهار کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو

کندهار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): د کندهار د امنیې قوماندانۍ یو افسر دویم څارن محمد نسیم اعتبار په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

پېښه نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کندهار ښار د ۳مې امنیتي حوزې اړوند پر بای پاس سړک شوې ده.

د کندهار  امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دویم څارن محمد نسیم اعتبار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د منطقوي کنټرول د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

ده زیاته کړه، پر نوموړي نن غرمه یوه بجه د کندهار ښار په درېیمه حوزه کې پر بای پاس سړک د وسله والو له خوا برید شوی او وژل شوی دی.

دی وايي، برید کوونکي تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی.

دویم څارن محمد نسیم اعتبار د کاپیسا د امنیه قوماندان جنرال فرید مشعل ورور و.

که څه هم د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو په تېر کې د دغسې بریدونو مسوولیت تر ډېره وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

 په کندهار کې له ډېر وخت راهیسې د هدف وژنو لړۍ روانه ده چې په کې نظامي او ملکي کارکوونکي، قومي مخور، دیني عالمان او نور په نښه کېږي.

login or register a new account.