Language

طالبان: د حکومت ۷۶ نور بندیان مو خوشې کړل

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې نن یې د افغانستان د حکومت ۷۶ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غبرګولي په ۲۲مه، په ټویټر کې لیکلي چې نن یې په میدان وردګو کې ۴۶ تنه دولتي بندیان خوشې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دغه راز یې نن په یوه بل اقدام کې په غزني ولایت کې ۳۰ تنه هغه دولتي سرتېري د حسن نیت له مخې خوشې کړي چې په دې وروستیو کې هلته نیول شوي وو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم طالبانو شاوخوا ۴۸۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي وو، چې له دې سره د ټولو خوشې شویو بندیانو شمېره شاوخوا ۵۵۰ تنو ته ورسېده.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړي خو ولسمشر نن اعلان کړی چې دوه زره نور بندیان به هم خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغان سولې پروسه ګړندۍ شوې او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات په قطر کې پیل شي.

login or register a new account.