Language

طالبان: که زموږ پنځه زره بندیان خوشې شي یوه اوونۍ کې بین الافغاني مذاکرات پیلوو

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چې که پنځه زره بندیان یې خوشې شي، نو په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې دامریکا او طالبانو د تړون له مخې، باید تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې د طالبانو پنځه زره بندیان او د حکومت زر تنه بندیان خوشې شي.

په لومړیو کې ددې بندیانو په خوشې کولو کې ستونزې جوړې شوې، خو په دې وروستیو کې دا لړۍ ګړندۍ شوې ده.

په قطر کې د طالبانو ددفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه ښه روانه ده او دا یو ښه پرمختګ دی.

هغه زیاته کړې چې دوی ورته د مثبت ګام په توګه ګوري، خو د دوحې تړون له مخې باید ددوی ټول پنځه زره بندیان خوشې شي، ترڅو بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

شاهین ویلي چې دوی هم د بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي.

د نوموړي په وینا، کله چې د ورکړل شوي لېست سره سم د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه شي نو په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

تر دې مخکې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله هیله څرګنده کړې وه چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به بین الافغاني مذاکرات پیل شی.

login or register a new account.