کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد د کرونا ۶۵۶ نوو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي او وايي چې په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ورسېد.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د عامې روغتیا وزارت له لوري خپره شوې، راغلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ۱۱۵۹ شکمنې نمونې معاینه شوې چې له ډلې یې ۶۵۶ پېښې مثبتې تشخیص شوې دي.
سرچینه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یادې ناروغۍ ۶۰۲ کسان روغ شوي چې په دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۳۹۲۸ ورسېد او دغه یو ښه خبر دی.
دغه وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا له امله د شلو کسانو له مړه کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې سره په افغانستان کې د دې ناروغۍ له امله د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۴۴۶ ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت په هېواد کې د کرونا پېښو له ورځ تر بلې ډېرېدو سره د کار او کس په منظور نوې طرحه منظور کړه چې د روانې اوونۍ له یکشنبې ورځې پلې شوه.
بلخوا د کابل پولیسو د دغه ولایت د والي په سپارښتنه هغه مارکېټونه او هوټلونه تړلي چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو یې سرغړونه کوله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP