ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند عمومي محبس یو طالب بندي له کرونا مړ شوی

د هلمند عمومي محبس یو طالب بندي له کرونا مړ شوی

author avatar
12 Jun 2020 - 09:59
د هلمند عمومي محبس یو طالب بندي له کرونا مړ شوی
author avatar
12 Jun 2020 - 09:59

لښکرګاه (پژواګ، ۲۳ غبرګولی ۹۹): د هلمند ولایت د عمومي محبس یو طالب بندي چې د کرونا پر ناروغۍ اخته و، مړ شوی دی.

د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره د غبرګولي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مړ شوی دغه بندي شېرین نومېده او د عبدالقدوس زوی و، د کرونا ناروغۍ ترڅنګ یې د زړه او شکرې تکلیف هم درلود او د ډېر عمر لرونکی و.

خبرپاڼه کاږي چې دغه بندي ته یې له قوانینو سره سم د درملنې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

سرچینه زیاتوي: ((یاد طالب بندي لومړی په محبس کې تر درملنې لاندې ونیول شو، وروسته د لښکرګاه اړوند د کرونا سل بستريز روغتون کې بستر شو خو هلته یې د تکلیف ډېرېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.))

دغه راز د هلمند ولايتي ادارې ويليچې دوی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نافذه قوانينو او د بشري حقونو او ارونو په رعايت سره، ټولو محبوسينو ته په منظمه توګه روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

یادې ادارې زیاته کړې: ((کرونا يوه عمومي اوبا ده او د نړۍ په ګډون يې زموږ په هېواد کې هم ګڼ شمېر هېوادوال، سره د روغتيايي پاملرنو وژلي، نو نوموړی محبوس هم د ورته سلسلې يوه برخه ده چې د روغتيايي مسوولينو له خوا يې د درملنې او پاملرنې ټولې انساني هڅې نه دي سپمول شوې.))

د يادونې ده، د هلمند په مرکزي محبس کې لس بستريز روغتون فعاليت لري چې ټولې اسانتياوې، روغتيايي خدمات او روغتياپالان په کي شتون لري.

طالبانو تر اوسه د دغه بندي د مړینې په اړه نظر نه دی ورکړی

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.