Language

عثماني: ځینې روغتونونه د هغو ډاکټرانو په نومونو نومول کیږي چې کرونا وژلي وي

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹) : ننګرهار او لغمان ولایتونو والیانو او دعامې روغتیا ځايي مسوولینو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر جواد عثماني سره د کرونا پر وړاندې مبارزه کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

د عامې روغتیا  سرپرست وزیر د کرونا ضد دروانې مبارزې د ارزونې په موخه نن ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر کړی و.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د غبرګولي په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې مرستیال والي تمیم عارف مومند د غبرګولې په ۲۳مه د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر جواد عثمان سره سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د کرونا سره د مبارزې په موخه بېلابېلې ستونزې شریکې کړې .
هغه زیاته کړې، د یادې لیدنې پر مهال چې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ریګ او یو شمېر نورو مسؤلینو هم شتون درلود،د عامې روغتیا وزیر ډاکټر جواد عثماني د ولایت مرستیال او ولایتي ادارې مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې په رضاکاره نه ډول یې عامه پوهاوی ترسره کړی او همدا راز د تجرید مرکز لپاره یې ځآنګړی ځای تجهیز او اکمال کړی دی .
نوموړي زیاته کړه، یو شمېر روغتیایي مرکزونه به د هغه روغتیا پالو په نوم ونوموي چې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې خپل ژوند قرباني کړی دی .
د ننګرهار مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د خبرو پر مهال د کرونا تجرید مرکز د ظرفیت لوړونې،خصوصي سکتور ته د درملو د وارداتو په برخه کې لا زیات سهولتونو برابریدو،تجرید مرکز روغتیا پالو میاشتنۍ تنخوا ستونزې حل کېدو،په ولایتي کچه اکسیجن ستونزې ته حل لارې موندلو، د نورو روغتیایي ستونزو د حل په موخه په مرکز او ولسوالیو کې د اړینو ضرورتونو د پوره کېدو او یو شمېر نورې ستونزې شریکې کړې .
هغه همدا راز وړاندیز وکړ چې د ختیځ په کچه دې په هر ولایت کې د کرونا ویروس د شکمنو پېښو د ټیسټ کولو لابراتوار فعاله شي،ترڅو سهولتونه زیات او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لامل شي .
د یو بل خبر له مخې، د دعامې روغتيا سرپرست وزير دلغمان والي په شتون کې په دې ولايت کې د کرونا اونورو روغتيايې خدماتو ارزونې سربېره د شته ستونزو د حل ژر ډاډ ورکړ.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي پژواک ته وویل چې تر ننګرهار وروسته د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني نن د جمعې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ لغمان ولايت ته راغلى وو.

ډاکټر عثماني د لغمان والي اصف ننګ سره په لیدنه کې ویلي، غواړي دلغمان ولايت په کچه د روغتيايې خدماتو ارزونه خصوصا کرونا تجريد مرکز، ناروغانو، امکاناتو او شته ستونزو څخه خبر ترڅو حل لارې ورته پيدا کړي.

د عامې روغتيا وزير ټول روغتيايې کارکوونکي اتلان وبلل چې د کرونا اوبا سره په لومړي خط کې جنګيږي، دغه راز يې د ولايت د رهبرۍ ټولې هغه هڅې و ستايلې چې له روغتيايې سکتور څخه يې هر وخت ملاتړ کړ.

هغه له روغتيايې سکتور سره د ولايتي ادارې د لا دوامداره هڅو غوښتونکى شوو.

د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني زياتوي چې په لغمان ولايت کې به ټولې اساسي روغتيايې ستونزې حل او لومړيتوبونو له مخې به مخته ولاړ شي.

بل لورته د لغمان والي محمد اصف ننګ او د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني په مهترلام ولايتي روغتون کې له داکترانو سره هم وليدل.

دعامې روغتيا وزير دغه راز د کرونا او نورو روغتيايې برخو کې د يو شمېر قومي مشرانو او متنفذينو وړانديزونه او غوښتنې هم له نږدې واوريدې.

عثماني د عامې روغتيا په برخه کې د پنځو تطبيقي پلانونو تشريح سربېره ژمنه وکړه چې د کرونا ويروس سره د لاښې مبارزې او دتجريد مرکز اړوند ټولې ستونزې او اړتياوې به پوره او ځانګړې پاملرنه ورته ولري.

احمد جواد عثماني ژمنه وکړه چې په روغتيا برخه کې به د لغمان والي او نورو له لوري وړاندې شويو غوښتنو او وړانديزونو ته ځانګړې پاملرنه او رسيدګى وکړي.

login or register a new account.