کابل (پژواک،۲۳ غبرګولی ۹۹):ولسمشر محمداشرف غني پرون ماخوستن د مخکنیو غونډو په دوام د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د مسوول هینري کرالي په مشرۍ له پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ویډیو کنفرانس کې د نړیوال بانک له لوري د افغان حکومت د برنامو، په ځانګړي ډول له کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې، د کرونا وبا له امله د منفي اقتصادي اغېزو کمولو، بېوزله کورنیو ته د مرستو بستو د وېش او نورو هراړخیزو ملي برنامو د تمویل او ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي وویل، له کرونا ویروس څخه پر اغېزمنو کورنیو باندې د منفي اغېزو راکمولو لپاره نړیوال بانک د افغانستان حکومت د ټولو مهمو ملي برنامو ملاتړ کوي.
login or register a new account.