کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار پنځمه حوزه کې د پولیسو له خوا عملیاتو کې د وسله والو غلو یو ډلمشر د هغه له یوه ملګري سره نیول شوی، دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ وایند فرامرز فردوس پژواک ته وویل: ((تېره شپه د کابل ښار پنځمه حوزه کې د وسله والو غلو یوه ډله وپېژندل شوه او له پولیسو سره یې نښته پیل کړه، د پولیسو د ډزو په پایله کې یو غل ووژل شو او د دې ډلې د مشر فهیم په ګډون دوه کسان ونیول شول.))
نوموړی وايي چې په دې نښته کې یو پولیس هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
فردوس زیاتوي چې له نیول شوو غلو یو هایلکس موټر، درې کلاشینکوفونه او نور نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په خبره، د غلاوو ډېرېدو په اړه د کابل ښاریانو شکایتونو ته د رسېدو لپاره پولیسو څو ځانګړي عملیات ترسره کړل او په کابل ښار کې یې د غلو څو ډلې ونیوې.
login or register a new account.