Language

کندهار کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې برید درېدلی، خو چاڼیز عملیات دوام لري

کندهار (پژواک،۲۳ غبرګولی۹۹): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د ملي امنیت پر یوې ځانګړې قطعې د تېرې شپې برید درېدلی او اوس د بریدګرو د له منځه وړو په موخه چاڼیز عملیات دوام لري.

تېره ورځ ماښام شاوخوا اووه بجې دوو وسله والو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوتل غره ته ختلي او له هغه ځایه یې پر یوه پوځي مرکز ډزې پيل کړې.

چارواکي وايي، د شپې له پلوه که څه هم جګړه نه وه، خو برید کوونکي ژوندي دي او د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د غبرګولي په ۲۳مه پژواک اژانس اژانس ته وویل، برید کوونکو تېره شپه یوازې د څو ساعتونو لپاره جګړه کړې، له هغه وروسته جګړه درېدلې خو برید کوونکي ژوندي دي.

نوموړی وايي، په دغه برید کې تر دې مهاله چا ته زیان نه دی اوښتی خو یوه امنیتي سرچینه وايي چې د برید د پیل پر مهال یو پولیس افسر د برید کوونکو پر ډزو لګېدلی او د ملا په برخه کې ټپي شوی دی.

بارکزی زیاتوي، له کلابندۍ وروسته پولیسو اوس د برید کوونکو د له منځه وړو په موخه عملیات پيل کړي دي.

دغه پوځي مرکز د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر په کور کې دی چې خلک یې د ملا صاحب د سرای په نوم یادوي.

په دغه سرای کې د صفر درې په نوم ځانګړي ځواکونه مېشت دي، خو د معلوماتو له مخې، د افغان ځانګړو ځواکونو ترڅنګ په کې د امریکايي ځواکونو استخباراتي مرکز هم شتون لري چې کلونه مخکې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته دلته ځای پر ځای شوي دي.

د دغه برید په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

login or register a new account.