خوست (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹)؛ په خوست ولایت کې د یوه وسله وال برید پرمهال د حزب اسلامي د یوه غړي په ګډون اته کسان وژل شوي .
ځايي مسوولین وايي، دغه بريد تېره شپه شاوخوا لس بجې د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د تريزيو له کلينيک سره نږدې د حزب اسلام د يوه غړي عبدالولي اخلاص پر دوو موټرو شوی.
د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې دغه وسله وال بريد کې د عبدالولي اخلاص په ګډون اته کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
عادل حيدر وويل ، وژل شويو کسانو کې دوه تنه د اخلاص ساتونکي او پنځه تنه نور د هغه ملګري شامل دي، چې درې يې د پکتيا اوسېدونکي دي.
د حيدر په وينا، تراوسه دا نه ده معلومه چې بريد چا او ولې ترسره کړی، خو وايي چې په اړه يې د پوليسو پلټنې دوام لري.
تراوسه ددې برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ په میدان وردګو ولایت کې د حزب اسلامي ولایتي مشر د کورنۍ له درېیو غړو سره وژل شوی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP