Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا اوسېدونکي: د شمشېر بازۍ دوديزې لوبې را ژوندي کولو ته دې کار وشي

ګرديز (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٩): د پکتيا ولايت اوسېدونکي پر اطلاعات او کلتور وزارت نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې يې ملي او سيمه ييزو هنرونو او ځينو دوديزو لوبو را ژوندي کولو او ودې ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.

د دوی له ډلې د ګردېز ځينې اوسېدونکي وايي چې د شمېشر بازۍ يا توره وهنې دوديزه تاريخي لوبه هېره شوې او اوسمهال يوازې د خواجه حسن قوم د خلکو له خوا د خوښيو او د خپلمنځي مناسبتونو پر مهال دغه لوبه تر سره کوي.

د ياد کلي اوسېدونکی سيد عبدالله د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شمشېر بازي ورته د سلګونو کلونو راهيسې د نيکونو ور پاتې دوديزه لوبه ده چې مخکې به يې د خوښۍ په بېلابېلو رسمي او غير رسمي مناسبتونو کې تر سره کوله.

عبدالله وويل : ( د ډاکټر نجيب الله له حکومت وروسته هېچا دې دودويزې لوبې ته پاملرنه نه ده کړې او نه ورته په رسمي دولتي مناسبتونو کې د تر سره کولو ځای ورکړل شوی دی.))

نوموړی وايي: ((موږ سادات يو، شمشېر بازي موږ ته له ۱۳۹۹ کلونو راهيسې د نبي کريم "ص" له وخته راپاتې ده، زموږ هر فرد شمشېر باز دی او زموږ هر ځوان يوه توره لري.))

سيدعبدالله وايي چې اوسمهال ياده لوبه د کوژدو او واده په مراسمو کې په ځانګړي ډول د مشرانو له خوا تر سره کيږي.

عبدالله زياته کړه: ((د خوشاليو په ورځو کې دا لوبه کوو، مثلا د نکريزو په شپه د دايرې په منځ کې اور بلوو، ډول وهو، يوه توره پورته کوو، يوه ښکته او د هوو، هوو، هوو غږونه کوو.))

د ياد کلي يو بل مشر سيد اکرام هم د يادې لرغونې افغاني لوبې په پيکه کېدو خواشينی دی او له دولت څخه غواړي چې د دې لوبې بېرته راژوندي کېدو او پياوړتيا ته ځانګړی پام وکړي.

اکرام پژواک ته وويل: ((د شمشېربازي پر مهال موږ ځانګړی حالت او ځانګړې خوشحالي احساسوو چې هېڅ اندازه نه لري او پر ځان نه پوهيږو. مخکې به موږ ۵۰، ۱۰۰، ۲۰۰ کسان خوست، ځاځي آريوب، څمکني، زرمت او نورو سيمو ته تلو او هلته به مو شمشېر بازي کوله. له دولت څخه غواړو چې موږ ته په ټولو دولتي مناسبتونو کې ځای راکړي او دې لوبې ته کار وکړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوند ادارو يې د دغې لوبې د بېرته ژوندي کولو غوښتنه وکړه.

د پکتيا ولايت د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس هم مني چې په دغه ولايت کې د هنرونو سربېره دوديزو لوبو ته هم پاملرنه نه ده شوې او دا حالت اندېښموونکی بولي.

سليس پژواک ته وويل چې د وزارت له خوا د هنرونو او دوديزو لوبو بيا راژوندي کېدو، ودې او پراختيا لپاره هېڅ امکانات نه لري، خو هڅه کوي چې له ځينو لارو په کار اخيستو يادې مهمې دوديزې لوبې ژوندي کولو او پراختيا ته کار وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.