کابل(پژواک،۲۴غبرګولی۹۹): د افغانستان د درملو د خدماتو ټولنه وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوی ۷۰ کانټينره درمل د کندهار په ګمرک کې درول شوي او د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره له دوی سره مرسته وکړي.
د يادې ټولنې استازو نن د عامې روغتيا له سرپرست او نوماند وزير احمد جواد عثماني سره په کابل کې د يوې ناستې پر مهال د ځينو دليلونو له امله د کندهار په ګمرک کې د ۷۰ کانټينره بېلابېلو درملو د ایسارولو په اړه اندېښنه وښوده.
د افغانستان د درملو د خدماتو ټولنې مشر نعمت الله ستانکزي وويل چې له دوو مياشتو راهيسې دغه درمل د کندهار ګمرک کې درول شوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکی شو.
هغه زياته کړه:" د الوتنو د بندېدو له امله ټاکل شوې وه چې موږ له بهرنيو هېوادونو يو څه درمل د چارتر الوتکې له لارې هېواد ته راوړو، د عامې ورغتیا وزارت بايد په دې برخه کې له اړوندو مسوولو بنسټونو سره همغږي وکړي، څو له موږ سره مرسته وشي او وکولای شو درمل هېواد ته راوارد کړو."
تر هغه وروسته د عامې روغتيا سرپرست وزير احمد جوادعثماني د افغانستان د درملو د خدماتو د ټولنې له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل:"موږ له تاسو سره همکار يو، له تاسو غواړم چې په ښه کيفيت درمل هېواد ته را وارد کړئ."
هغه وويل چې دی د عامې روغتیا په وزارت کې له فساد سره مبارزې ته لومړيتوب ورکوي، که هر چا له کوم دليل پرته د درملو د خدماتو ټولنې غړو ته ستونزه پيدا کړه، له دغه وزارت سره دې شريکه کړي، تر څو هغوی وپېژندل شي او تر پلټڼې لاندې ونيول شي.
هغه د اړوندې ادارې چارواکو ته هدایت وکړ چې د کندهار ولايت په ګمرک کې د ۷۰ کانټينره درملو د درولو موضوع دې د ماليې له وزارت سره شريکه او ډېر ژر دې دغه ستونزه هواره شي.
دغه راز عثماني د يادې ټولنې له چارواکو غوښتل چې دوی دې د هغو درملو نوملړ ورسره شریک کړي کوم چې هېواد ته له بهره راوړل کېږي، تر څو د بهرنيو چارو له وزارت سره یې شریک او هغوی يې په راوړلو کې له دوی سره مرسته وکړي.
login or register a new account.