Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي امنيت د پکتيا مستوفيت د عوايدو آمر د بډو اخیستو په تور نيولی دی

ګردېز (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): د پکتيا ولايت د ملي امنيت رياست د دغه ولايت د مستوفيت د عوايدو آمر د مالي رشوت پر مهال لاس په لاس نيولی دی.

مدافع وکيل محمدولي تدبير پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې د خپل قانوني کار او کلني حساب تصفيې لپاره مستوفيت ته ورته، خو په خبره يې چا يې کار نه ورته کاوه.

تدبير وايي، اړ شو چې د ياد کار په بدل کې د عوايدو آمر شمس الرحمن عارف ته بډې ورکړي، چې په خبره يې له رشوت ورکولو وروسته يې ملي امنيت پرې خبر کړی او نوموړی يې له ورکړو پيسو سره نيولی دی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ته زيات کسان په شکايت راځي او د نورو تر څنګ په مستوفيت کې له فساد څخه شکايت کوي، زما هم چې دلته قانوني کار و، کار مې نه کېده. آخر مجبور شوم چې رشوت ورکړم، پرې مستند يې کړم او يو مفسد شخص ونيول شي.)

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته د دې مسئلې د تایيد پر مهال وويل چې د عوايدو آمر شمس الرحمن عارف د لس زره افغانيو اخيستو پر مهال نيول شوی دی.

حسرت وايي: ((ملي امنيت د پکتيا د عوايدو آمر د رشوت پر مهال بالفعل نيولی او اوسمهال د زياتو تحقيقاتو لپاره د ياد رياست په توقيف کې دی. په ځينو دولتي ادارو کې د بعضي مفسدينو له امله ټوله دولتي دستګاه بدنامه شوې ده. د پکتيا ولايتي اداره له فساد سره مبارزې ته ژمنه ده.))

د پکتيا اوسېدونکي او مدني فعالان د ملي امنيت رياست پر دې اقدام خوښ دي او ټينګار کوي چې په ادارو کې د شته لوړ اداري فساد کنټرول لپاره بايد ورته جدي اقدامات وشي.

د دوی له ډلې د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال الدين اصف خېل وايي چې د پکتيا مستوفيت د عوايدو آمر شمس الرحمن عارف يو ځل د فساد په تور منفک شوی هم و، خو په خبره يې په اړوند وزارت کې د پېژندګلوي او پيسو ورکولو له لارې څو مياشتې وړاندې بېرته د آمريت پر بست ګومارل شوی و.

اصف خېل د فساد په مخنيوي کې د اړوندو ادارو سربېره د خلکو رول اساسي بولي او وايي چې خلک بايد په داسې حالاتو کې د فساد ضد ادارو سره مسله شريکه کړي.

نوموړي پژواک ته وويل: (( مفسدين رشوت له خلکو اخلي، نو که خلک له فساد ضد ادارو سره همکاري ونه کړي، د فساد مخنيوی ناشونی دی. هغه مفسدين چې له کلونو راهيسې د پکتيا په دولتي ادارو کې د فساد په واسطه ګومارل شوي او دوامداره فساد کوي، د دوی د نيولو لپاره بايد دا لړۍ دوام وکړي. ))

خلک د پکتيا ولايت په ډېری دولتي ادارو کې لا هم د اداري فساد له لوړې کچې شکايت کوي.

ولايت مقام هم په ادارو کې د فساد شتون نه ردوي، خو وايي چې په بېلابېلو اقداماتو ياده کچه راټيټه شوې او نور کمولو ته يې هم کار کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.