تالقان (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): د تخار حکومتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسله والو په چاه اب ولسوالۍ کې د یوه جومات خطیب پر ډزو وژلی دی.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار خلیل اسیر د غبرګولي په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د چاه اب ولسوالۍ د خلیان کلي د جومات خطیب مولوي عین الدین پر ډزو وژلی دی.
ده زیاته کړه: ((د خپلوانو کورته د شيرني خوري لپاره ورغلی و کله چې لس بجې بېرته کورته ستنېده د شېراز دښتې په سيمه کې وژل شوی دی.))
دی وایي چې په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د یادې سیمې اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وویل چې مولوي عین الدین له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده, خو بېګاه وژل شوی دی.
د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د جوماتونو پر خطيبانو بریدونه ډېر شوي دي.
تر دې وړاندې په تېرو څو ورځو کې د کابل د وزیر اکبرخان جومات خطیب مولوي ایاز نیازی او د شېرشاه سوري جومات خطیب مولوي عزیزالله مفلح له یو شمېر نور کسانو سره د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن