Language

پل علم (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): ځايي مسوولين وايي چې تېره شپه د لوګر د مرکز اړوند التمور سيمه کې ناپېژانده وسله وال يوه کور ته ور اوښتي يوه مور او درې لوڼې يې وژلې او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پېښه تایيدوي او وايي چې په پېښه کې څلور کسان ځای پر ځای وژل شوي او پاتې دوه نور اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

لونګ زياته کړه: ((تېره شپه ډېره زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې ده، څلور تنه په شهادت رسېدلي او دوه ټپيان دي، د ټپيانو حالت اوس ښه دی.))

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله خان پژواک ته وويل چې پېښه د شمشېرخېلو سيمې نانوايانو کلي کې رامنځته شوې ده.

خان وايي، د يادې کورنۍ پلار او مشر ورور په سعودي عربستان کې مسافر دي، ګومان دا دی چې ياده پېښه به يې د ځينو خپلوانو له خوا ترسره شوې وي.

نوموړي زياته کړه: ((ډېر ظلم و زياتی يې کړی، مور او درې لوڼې يې ورته وژلې او يوه خور او ورور يې زخميان دي، ټول خلک ډېر زيات پرې خپه دي، د دې پېښې له امله په ټوله سيمه کې يو ډول وهم او وحشت خپور دی.))

دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، د څېړنې ټيم سيمې ته رسېدلی او د پېښې پلټنه يې پيل کړې ده.

احمدزي پژواک ته وويل: ((زموږ ټيم په ساحه کې کار کوي، که ياده کورنۍ پر چا شک يا ادعا لري او يا په بايومټريک څوک ثابت شول، موږ د عاملينو نيولو کوشـش کو.))

بل لور ته تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.