کندهار(پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ په جګړه کې ۲۷ وسله والو او ۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د غبرګولي په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوولس بجې وسله والو طالبانو د ډنډ ولسوالۍ په عمارت کلي کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې ډله ییز برید وکړ او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي او دغه راز ۲ پولیس هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دی وايي، د پولیسو د مقاومت په پایله کې د وسله والو برید په شا تمبول شوی او د مرګ ژوبلې ور اوښتو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
ډنډ ولسوالي د کندهار ښار سوېل لوېدیځ لوري ته په ۷ کیلومترۍ کې پرته ده چې د دې ولایت امن لرونکې ولسوالۍ ګڼل کېږي.
دا له تېرې اوږدې مودې راهیسې لومړی ځل دی چې وسله وال کندهار ښار ته په نږدې ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید ترسره کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.