کندهار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): په کندهار ښار کې یو ځل بیا د ایران د کونسلګرۍ مخې ته لاریون وشو او له دغه هېواد څخه یې پر افغان کډوالو د ظلمونو د ژر تر ژره درېدو او د تېرو ترسره کړو ظلمونو د سپیناوي غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو چې شمېر یې لسګونو ته رسېده د ایران پر خلاف شعارونه ورکول او له افغان کډوالو سره یې د هغوی ظلمونه په سختو ټکو وغندل.
د لاریون تنظیموونکي او مدني فعال حکمت الله صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې لاریون کې د کندهار په ګډون د سوېلي زون لسګونو ځوانانو، مخورو او مشرانو ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه، کلونه کېږي چې ایران له یوې خوا له افغان کډوالو او افغان مزدورانو سره ظلمونه کوي او له بلې خوا نه یوازې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، بلکې په ناامنیو کې یې هم لاس لري.
نوموړي په ایران کې له افغان مسافرو سره شوی وروستی ظلم وغانده او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له دغه هېواد څخه د دغو ظلمونو پوښتنه وکړي.
د لاریون یوه ګډونوال حکمت افغان پژواک ته وویل، په هېواد کې ۱۵۰ ګوندونه او په سلګونو سیاسي مشران شته خو یو هم د خپلو افغانانو په ننګه را و نه وت.
هغه د هېواد ډېری سیاسي مشران د ایران جاسوسان وګڼل او زیاته یې کړه، هغوی د یوه ایراني ترهګر (قاسم سلېماني) پر وژلو اوښکې تویولای شي خو له خپلو خلکو سره د دغه هېواد پر ظلمونو یې خولې تړلې دي.
نوموړي ګواښ وکړ که ایران په افغانستان کې له لاسوهنې او له افغانانو سره له ظلمه لاس وانخلي نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او له حکومت څخه به د ایران د سفارت او کونسلګریو د تړلو غوښتنه وکړي.
د لاریون یوه بل ګډونوال حاجي ملا نېک محمد پژواک اژانس ته وویل، دولت او ملت باید د ایران د ظلمونو، لاسوهنو او نورو ناروا کړنو په خلاف سره متحده شي.
هغه ایران یو ترهګر هېواد وباله او له نړیوالو یې وغوښتل چې نور هم بندیزونه پرې ولګوي.
د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک وړاندې شو چې په کې له ایران څخه پر افغان کډوالو د ظلمونو د ژر تر ژره درېدو او د تېرو ترسره کړو ظلمونو د سپیناوي غوښتنه شوې وه.
په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې افغان حکومت دې په ایران کې مېشت افغان کډوال ثبت او راجسټر کړي، افغان کارګرو او مزدورانو ته دې وېزې واخلي او پاتې افغانانو ته دې هېواد ته د راتګ زمینه برابره کړي.
login or register a new account.