کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٦٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۴۷۶۶ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ٢٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را استول شوې ده.
په خبرباڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٢١١ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٦٦٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۴۷۶۶ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣١٦ په کابل، ٣٤ په پروان، ٣٤ په کندهار، ٣٢ په تخار، ٣٢ په بغلان، ٣١ په پنجشېر، ٣٠ په کاپيسا، ٢٤ په نورستان، ٢٢ په پکتيا او ٢١ په لغمان ولايتونو کې دي.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس ١٩ مثبتې پېښې په پکتيکا، ١٤ په کندوز، ١٢ په دايکنډي، ١١ په لوګر، اته په کونړ، اووه هلمند، اووه په ننګرهار، درې په زابل، درې په نيمروز، دوه په باميان او دوه بادغيس ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٤٧١ ته ورسېد.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٢٤ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۴۷۲۵ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغې ناروغۍ درملنه وکړي.
login or register a new account.