کندوز ښار (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې دوه کسان له موټره ښکته کړي او بيا یې د خلکو مخ ته پر ډزو وژلي دي.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې دوه کسان له ٤٠٤ موټر څخه ښکته کړي دي.
هغه وايي: ((دغه موټر له بدخشان نه کابل ته روان و، طالبانو دغه دوه تنه ښکته کړي او بيا يې د خلکو مخ ته پر ډزو ويشتلي دي.))
سرچينه زياتوي چې د دغو کسانو جسدونه دا مهال د خان اباد په روغتون کې دي.
دغه راز د بدخشان د والي وياند ثناءالله روحاني هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې طالبانو يو بل کس له ځانه سره بيولي دي.
ده وويل:((تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان څوک دي او ولې طالبانو وژلي دي؟)
بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP