Language

غزني او پکتيکا کې ٢٦ طالبان وژل شوي

غزني-ښرنه (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني او پکتيکا ولايتونو کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د غزني د ملي امنيت له لوري د غبرګولي په ٢٥مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپهافغان ځواکونو د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ په اهنګرانو سيمه کې پر طالبانو هوايي بريد ترسره کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په وژل شوو کې د طالبانو دوه قوماندان ملا ذاکر او ملا اسماعيل هم شامل دي.

دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن احمد خان سيرت هم ياده مرګ ژوبله تاييدوي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په غزني کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ٣٥ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي چې د غزني د تېرې شپې په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د غزني حکومتي مسوولين بيا وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې يواځې يو امنيتي سرتېرى ټپي شوى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان وايي چې تېره شپه طالبانو د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل،د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او پر مهالیې اته طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ايمل خان زياتوي چې په دېنښتو کې دوه امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.