Language

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹) : په لغمان ولایت کې یوه تن خپله مېرمن او خور پر ډزو سره وژلي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غبرګولي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن ناوخته ددغه ولایت د مرکز مهترلام ښار اړونده بد باب صیب کمپ کې رامنځت شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د خوشبین په نامه یوه تن د کورني تاوریخوالي له امله پر خپلو دوو مېرمنو او خور ډزې کړې دي .

ددولتزي په وینا، په ډزو کې د یاد تن یوه مېرمن او خور وژل شوي او بله مېرمنه یې ټپي شوې ده.

دی وایي چې ټپي مېرمن یې روغتون ته لیږدول شوې او تر درملنې لاندې ده.

د والي ویاند وویل چې قاتل خوشبین د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics