کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹) : د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، په دې غونډه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال سرور دانش، د اقتصادي او سوداګریزې ودې او بې وزلۍ راکمولو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د رهبرۍ شورا نورو غړو هم حضور درلود، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د افغانستان د سرحدي قواوو د پیاوړتیا او لا مسلکي کېدو په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
سرچیني زیاته کړې، د غونډې په پیل کې د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو مسوولینو د ایران د یزد ښار د هغې پېښې چې د څو تنو افغان کډوالو د مړینې لامل وګرځېده او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خپلو وروستیو معلوماتو راپور وړاندې کړ.
دغه راز پرېکړه وشوه چې ژر به یو لوړ پوړی افغان پلاوی د ذکر شویو ستونزو د هراړخیز هواري لپاره ایران ته سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره به په دې اړه مفصل بحث او خبرې وشي.
د یاد پلاوي د سفر موخه په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو څېړل دي چې افغان حکومت یې د حل په موخه لازمې برنامې عملي او موثر تدابیر ونیسي.
د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې د افغانستان سرحدي قواوې دې د هېواد په ټولو سرحدونو کې د قاچاق د مخنیوی په موخه خپلې دندې سمې ترسره کړي.
login or register a new account.