کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹) : یو شمېر دولتي سرچینې د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزیر او د بامیان پخوانی والي محمد طاهر زهیرد یونسکو د ماسټر پلان خلاف پر کړنو، سست کارۍ او د تاریخي ابداتو پر قاچاق او کیندنو تورنوي، خو زهیر دا ادعاوي ردوي.
بلخوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ټینګار کوي ، تر هغه پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه نوماند وزیر ته د باور رایه نه ورکوي، څو پورې چې د څارنوالۍ له لوري د هغه دوسیه ونه څېړل شی او پایلې یې له خلکو سره شریکې نه شي.
د بامیانو پخوانی والي محمد طاهر زهیر تېره اوونۍ د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند او بیا ددغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابرتو کمېسیون د مکتوب له مخې چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي په څلورمه یې د دغې جرګې پارلماني او تقنیني ریاست ته صادر کړی، په کې راغلي : (( محمد طاهر زهیر د ملګرو ملتونو د علمي ، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو له ماسټر پلان څخه ناوړه ګټه اخیستې او د بامیان ولایت د مرکز اړوند په الماس غونډۍ کې له یاد ماسټر پلان څخه سرغړونې کړي او د خلکو د شکایتونو له مخې هلته په غصب تورن شوی او په دې تړاو د ملي شورا او لویې څارنوالۍ لارښوونې یې له نظره غورځولي او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د حقیقت موندنې پلاوي پرېکړې یې تر پښو لاندې کړې دي، دغه راز د تاریخي اثارو پر قاچاق هم تورن شوی دی. ))
په یاد مکتوب کې د لویې څارنوالۍ د قرار په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دا یادونه شوې چې زهیر د بامیان ولایت د مرکز د مغارو د مالکینو له حقوقو ناوړه استفاده کړې، ددې مغارو اصلي مالکین يې پټ کړي چې له تاجک او پښتون قومونو سره تړاو لري، د مغارو د اوسېدونکو په اړه یې جعلي شمېرې وړاندې کړي، دغه راز نوموړی په فرهنګي منع شویو سیمو او د خلکو په شخصي ملکیتونو کې د غیر قانوني او خپلسرو ښارګوټو پر جوړولو هم تورن دی، د عیسی خان ښارګوټي کې پر فساد هم تورن دی، چې د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی، دغه راز یې په شنو ساحو کې لسګونه نومرې ځمکې هم خرڅې کړې دي .
په دغه مکتوب کې د بامیان پخوانی والي د بامیان د الماس د تاریخي غونډۍ او تپې پر ویجاړولو، د غیر قانوني سړک پر جوړولو، په یاده غونډۍ کې د تاریخي ابداتو پر له منځه وړلو او په دې برخه کې د اساسي قانون شپږمې مادې په نه رعایت کولو چې په دولتي ادارو کې اجتماعي عدالت او مشارکت باندې ټینګار شوی، هم تورن شوی دی.
د اساسي قانون په شپږمه ماده کې راغلي : ((دولت، د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، ددېموکراسۍ د تحقق د ملی وحدت دتامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت پر بنسټ یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی.))
په یاد مکتوب کې راغلي، د بامیان ولایت د مرکز اړوند بومي خلکو خپله غیر مطبوعه عریضه ولسي جرګې ته وړاندې کړې او د بامیان د ځایي ادارې چې په کې والي، ښاروال، د ښارجوړونې او ځمکو رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس اسلم علوي شکایتونه کړي دي .
علوي اوس له دندې ګوښه شوی، او تراوسه یې پر ځای بل څوک نه دی ګومارل شوی.
سرچینې زیاته کړې والي، ښاروال، د ښار جوړونې رییس، او داطلاعاتو او فرهنګ رییس او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو مرستیال د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ په ۲۶مه او د همدې کال د کب په لومړۍ نېټه د ولسي جرګې یاد کمېسیون غونډو ته راغوښتل شوي وو، چې یواځې د ښاروالیو مرستیال او د بامیان د اطلاعات او فرهنګ رییس حاضر شول او د یادو ادعاوو په اړه یې معلومات ورکړل.
په مکتوب کې لیکل شوي : (( والي، ښاروال ، د ښارجوړولو او ځمکو رییس د ((خپلې ملامتۍ په درک کولو)) د کمېسیون غونډو ته حاضر نه شول، نو د خلکو د ادعاوو پر بنسټ یاد دوه چارواکي له خپلو دندو په ناوړه استفادې، د الماس تپې او نورو تاریخي او فرهنګی سیمو د تاریخي سیمو له منځه وړل، د خلکو د ځمکو او ملکیتونو پرغصب، ، د مادي او سیاسي ګټو لپاره د خلکو ترمنځ په ځانګړې توګه د هزاره او تاجک قومونو ترمنځ مذهبي او قومي نفاق اچول او داسې نور پر والي، ښاروال او د ښارجوړونې رییس باندې ثابت شوي چې دغه کړنې د سترو جرمونو او ملي خیانت کې راځي باید تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
دغه راز د یو بل مکتوب په کاپي کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د مرستیال محمد رسول باوري په لاسلیک د ۱۳۹۷ لمریز کال د غبرګولي په اوومه د بامیان داطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوم استول شوې په کې راغلي : (( د ولسي جرګې د شکایتونو داورېدو محترم کمېسیون، د بامیان د خلکو عریضه چې له ماسټر پلان څخه د سرغړونې او الماس تاریخي تپې د تخریب په اړه ده چې د قانون خلاف په کې کیندنې شوې اثار او تاریخي شیان یې له منځه وړي دي، د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي د ۱۱مې نېټې په ناسته کې د بامیان د مرستیال والي په شتون کې وڅېړله.))
سرچینې زیاته کړې، ددې ناستې په پایله کې پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت د پاس یاد شوي مرستندویه بودیجې کوډ د ۱۳۹۷ لمریز کال په بودیجه کې شامله وه، په الماس تپه کې د سړک جوړولو له انتقال او مصرفولو څخه دې ډډه وشي، ترڅو د بودیجې له ضایع کېدو مخه ونیول شي او د بامیان فرهنګي ماسټر پلان چې په ټول افغانستان پورې تړاو لري، له دې برخې څخه نقض نه شي.
په دغه مکتوب کې زیاته شوې، د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولیت لري چې په دې برخه کې لاس په کار شي او د ماسټر پلان سرغړوونکو او د الماس تپې تاریخي اثارو غلا کوونکي ونیسي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې مجازات شي.
د مکتوب له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بامیان اطلاعات او فرهنګ ریاست ته سپارښتنه کړې چې د الماس تپه بېرته خپل زاړه حالت ته وګرخول شي او له خپلو اجرااتو څخه د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته ډاډ ورکړي.
دغه راز یوې حکومتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل، په دې اړه کافي اسناد شته چې د بامیان ولایت په یو شمېر سیمو کې غیر قانوني کیندنې ترسره شوي او له تپې څخه ترلاسه شوي اثار قاچاق شوي دي.
یادې سرچینې د بامیان پخوانی والي زهیر د الماس تپې پر کیندنو او د تاریخي اثارو پر قاچاق تورن کړی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، ممکن ځینې تاریخي اثار ایران ته قاچاق شوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې د بامیان ولایت خلکو څو ځلې په دغه ولایت کې له ماسټرپلان څخه د سرغړونې، د ځمکو غصب، د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو په تړاو لاریونونه او اعتراضونه کړي و، خو هغه مهال والي زهیر دا تورونه رد کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون دوه ورځې مخکې یو ځل بیا پر دې موضوع بحث وکړ او په دې اړه یې خپله پرېکړه کې لیکلي : (( کمېسیون د غبرګولي د ۲۵مې په ناسته کې د بامیان د پخواني والي او د اطلاعات او د فرهنګ وزارت نوماند وزیر جرمي دوسیه کمېسیون ته رسېدلې، په اړه یې هر اړخیز بحثونه شوي او پرېکړه وشوه، څو پورې چې د محترم نوماند وزیر طاهر زهیر دغه دوسیه چې له مکتوب سره ضم ده، لویې څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره معرفي نه شي او پایلې یې اعلان نه شي هغه ته به د باور رایه ورنه کړي.))
بلخوا د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پژواک ته وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر دوسیه دوی ته رسېدلې او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
د هغه په وینا، کله چې څېړنې پای ته ورسیږي، پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له طاهر زهیر سره خبرې وکړي، خو له هغه سره اړیکه ټینګه نه شوه، خو نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي : (( په بامیانو کې د والي په توګه خپله کاري دوره کې د روڼوالي او قانونمندۍ ته ژمن وم، له خپلو قانوني اجرااتو څخه دفاع د عدالت تامین، متوازن انکشاف او د حکومتي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې مې هڅې کړې دي او د خپلو ټولو اجرااتو په تړاو د قانون پر وړاندې ځواب ویونکی یم.خلک او د ولس کور به په دې اړه قضاوت کوي. ))
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د بامیان ښاروال محمد امان امان، د ښارجوړونې او ځمکو رییس انجنیر ظاهر شیوا او ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رییس اسلم علوي نظر هم ولري ، له امان او علوي سره اړیکه ټینګه نه شوه او شیوا وویل چې په دې اړه سبا خبرې کوي.
د راپورونو له مخې، بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د فرهنګي ماسټر پلان لرونکی دی او د یونسکو نړیوال سازمان ددغه ولایت اته تاریخي سیمې په ۲۰۰۳ کال کې د نړۍ فرهنګي میراثونو اړونده او له خطر سره مخامخ اعلان کړې وې، د بامیان فرهنګي ماسټر پلان د یونسکو نړیوال سازمان او د المان، ایټالیا او جاپان په همکاریو په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی و.
په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د یوه لیک په استولو د بامیان ولایت په تاریخي سیمو کې د تعمیرونو په تړاو لیږلی و او ګواښ یې کړی چې ددې کیندنو او تعمیرونو د نه مخنیوي په صورت کې به دا سیمې د نړۍ د تاریخي او فرهنګي میراثونو له لېست څخه ایستل کیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP