Language

وسله والو خوست کې مور او پلار له پنځو ماشومانو سره وژلي دي

لومړی تعقیب- خوست ښار (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹): خوست کې د يوې نهه کسیزې کورنۍ د اوو وژل شويو کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

دغه کسان تېره شپه شاوخوا اته بجې د ماښام ډوډۍ له خوړلو وروسته ددغه ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ديګانو په کلي کې په خپل کور کې د ناپيژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې خاوند، مېرمن، درې زامن او دوه لوڼه شاملې دي او همدا ډول يو بل دوولس کلن ماشوم تپي دی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د ګردېز ګل په نوم د وژل شويو کسانو يو تن خپلوان وايي چې دغې کورنۍ له هيچا سره شخصي دښمني نه درلوده او دومره بې وسه وه، چې په سوال به يې ډوډۍ پيدا کوله.

هغه وايي: ((دا مې سکه ورور و. زه ناست وم خبرونه مې اورېدل چې يو ناڅاپه ډزې شوې. زما مشر زوی چې دغه ځای ته راورسېده کسان تللي وو، نو له خولې يې يوه چيغه وويسته، چې وه ابا د خوست ګل ابا ټوله خېلخانه يې قتل کړه. نور مې نه سړي ليدلي دي او نه پرې خبر يم.))

د معلم جان په نوم د يادو وژل شويو کسانو يو بل نږدې خپل پژواک خبري اژانس سره خبرو کې بيا حکومت ملامت وباله، چې ولې مخکې له مخکې د دا ډول پېښو مخه نه شي نيولی.

دی زياتوي: ((ټول خلک وايي چې دولت ګرم دی، ځکه هغوی له چا پوښتنه نه کوي چې دا وسله ولې ګرځوې. هر يو سړی چې ګورې لاس کې یې ټوپک نيولی وي، نو ددې مسوول دولت دی، ځکه هغوی له چا پوښتنه نه کوي.))

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د پېښې په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي او ډېر ژر به په پېښه کې ښکېل مسوول کسان په نښه او ونيسي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.