کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹): له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز د نشه ي توکو د قاچاق په تور د ۱۷ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز ویاند احمد خالد موحد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې پولیسو او نورو کشفي او امنیتي ارګانونو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د قاچاق د ۱۴ قضیو په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي دي.
هغه وايي چې نیول شوي کسان له خپلو نسبتي دوسیو سره د عدلي او قضايي تعقیب لپاره له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته محول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د عدلي او قضايي مرکز د څېړنې او تدقیق مدیریت او لابراتوار په تېرو ۲۷ ساعتونو کې یادو ټولو قضیو ته لازمه رسېدنه کړې او د نورو څېړنو په منظور د مظنونینو ټولې دوسیې یې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ ریاست ته لېږلې دي.
موحد د نیول شوو کسانو د هویت، نشه يي توکو د اندازې او د نیولو د وخت په اړه جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل چې دغه کسان بالفعل د قاچاق پر مهال نیول شوي خو له څېړنو او د محکمې له حکم وروسته به یې په اړه نور جزئیات شریک شي.
login or register a new account.