کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹) : د ناټو سازمان سرمنشي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له ژمنو سره له ترهګرو ډلو او القاعدې سره خپلې اړیکې ختمې کړي.
دناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د غبرګولي په ۲۷مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې ددغه سازمان د دفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د سازمان د ۳۰ هیوادونو ددفاع وزیرانو دویډیو کنفرانس له لارې دغه غونډه سبا پیلیږي او دوه ورځې به دوام کوي.
نوموړی وویل چې په دې ویډیویي کنفرانس کې به د ناټو دفاع وزیران په نړیواله کچه رامنځته شویو ننګونو او په ځانګړې توګه د کرونا پر ضد پر ګډې مبارزې خبرې کوي.
د ناټو سرمنشي وویل چې دوی به په افغانستان او عراق کې د سازمان ماموریتونه هم ارزوي.
ده د افغانستان په اړه وویل چې هلته حالات اوس هم ننګونې دي او ناټو هلته خپل شتون ته ادامه ورکوي.
خو هغه زیاته کړه چې دسولې پروسې د بریالیتوب لپاره طالبان باید په خپلو ژمنې عمل وکړي تاوتریخوالی کم کړي، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ختمې کړي.
سټولټنبرګ دغه راز د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیلیدو غوښتنه هم وکړه.
login or register a new account.