ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٩): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اومنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٤ طالبان او درې سرتېري وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
قوماندان زياتوي چې په دغه جګړه کې درې امنيتي سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د طالبانو ددغه بريدونه په شا تمبول شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
هغه زياتوي چې په دغه جګړه کې پنځه حکومتي سرتېري وژل شوي، درې ټپيان شوي او يو ټانګ يې هم له منځه تللى دى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP