کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹): ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې افغانستان په نړۍ کې د پنځم پرله پسې کال لپاره د ماشومانو لپاره لومړى مرګونی هېواد اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې چې پرون خپور شوی، راغلي چې په تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې څه باندې ۳زره ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او په همدې شمېر کې نور ټپیان شوي دي.
د یاد راپور پر اساس، دغه افغان ماشومان د جګړو، ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د تاوتریخوالي په ځينو نورو پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د ۱۲۰۰ ماشومانو د وژنې مسوولیت پر وسله والو طالبانو، د نږدې زرو نورو ماشومانو د وژنې مسوولیت پر افغان امنیتي او دولت پلوه ځواکونو او د پاتې نورو مسوولیت پر ناپېژندل شوو وسله والو ډلو اچول شوی دی.
په وسله والو نښتو کې د ښکېل ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي ویرجینیا ګامبا ویلي چې افغانستان په دغه کال کې یو ځل بیا د ماشومانو لپاره به نړۍ کې لومړی مرګونی هېواد پېژندل شوی، خو زیاتوي چې نسبت ۲۰۱۸ میلادي کال ته په دغه کال کې د ماشومانو مرګ ژوبله کمه شوې ده.
مېرمن ګامبا د ماشومانو د مرګ ژوبلې کمېدو لامل د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو له خوا د ځینو اقداماتو ترسره کېدل بللي دي.
نوموړې زیاته کړې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ماشومانو ته اوښتې ده.
د ملګرو متلونو دغې استازې هیله ښودلې چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه له روانو هڅو سره به د ماشومانو مرګ ژوبله کمه شي.
په دغه راپور کې له افغانستان وروسته سوریه، یمن په دویم او درېیم ځای کې د ماشومانو لپاره د مرګونو هېوادونو په توګه یاد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې پر یو سل بستریز روغتون وسله وال برید کې د میندو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل او ټپیان شول.
تېره ورځ د بې پولې ډاکترانو سازمان د برید له امله په دغه روغتون کې د زېږنتون څانګې د تړل کېدو خبر ورکړ.