کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٦٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دی، چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۶۸۷۴ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ٢٨ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١١٢٦ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٥٦٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۶۸۷۴ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٩٢ په کابل، ٦٥ په باميان، ٦٤ په تخار، ٥١ په بلخ، ٤٠ په پکتيا، ٢٧ په کندهار، ٢٧ په کندوز، ٢٤ په ميدان وردګو او ٢١ په بغلان ولايتونو کې دي.
دغه راز له دغو پېښو څخه ١٤ په دايکنډي، ١٢ په کاپيسا، اته په نورستان، شپږ په بدخشان، شپږ په ننګرهار، پنځه په کونړ او دوه په زابل ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٥٠٤ ته ورسېده.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٥٠ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۶۱۵۸ ته لوړه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په هرات کې د کرونا کومه پېښه له دې امله نه ده ثبت شوې چې په دغه ولايت کې د کرونا د ټسټ کېټونه خلاص شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغه ويروس ناروغانو درملنه وکړي.
login or register a new account.