Language

رحماني: حکومت دې له ژمنې سره سم تر سبا پورې نوماند وزیران را معرفي کړي

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): د ولسي جرګې ريیس وایي، حکومت وعده کړې چې تر سبا (د غبرګولي ۲۹مه) پورې به نوماند وزیران د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه د دویم ځل لپاره د لوړې مراسم ترسره کړل او ویلي وو چې وزیران به ډېر ژر د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفې کړي خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی او ډېری وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې ځینو غړو د سرپرستانو د کار په دوام او ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو په موخه پر نه معرفې کولو نیوکې وکړې.

د زابل ولایت د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال وویل، حکومت مکلف دی چې  د اساسي قانون مطابق د کابینې غړي د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي خو د څو میاشتو په تېرېدو سره یې هم دغه کار نه دی کړی.

د هرات ولایت د خلکو استازي غلام فاروق نظري هم وویل چې نور دې ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو په موخه د وزیرانو معرفي نه ځنډېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د کابینې غړي ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره معرفي کړي.

د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني وویل، د ولسي جرګې ادارې پلاوي روانه اوونۍ له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالې شورا له رییس ډاکتر عبدالله سره ناستې درلودې، دواړو ژمنه کړې چې تر پنجشنبې ورځې (د غبرګولې ۲۹مې) به به نوماندان وزیران د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي.

هغ هيله څرګنده کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ده په وینا، د فساد شتون او د سرپرست وزیران ځواب نه ورکولو اندېښنې پيدا کړي او باید نور د سرپرستانو د کار دوام ته د پای ټکې کېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د بهرنیو چارو، پوهنې، مالیې، کانونو، اطلاعات او فرهنګ، عامې روغتیا او ښځو  چارو وزارتونو او د ملي امینت او د افغانستان بانک ریاستونو ته نوماندان ټاکل شوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.