Language

“طالبانو د یوې کورنۍ د اووه غړو یو قاتل وژلی او بل یې نیولی”

خوست ښار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): وسله والو طالبانو له هغو دوو کسانو يوتن وژلی، چې په وينا يې دوه ورځې مخکې یې په خوست کې د خپل ورور په ګډون د هغه د کورنۍ ۷ تنه غړي يې وژلي وو.

دا پېښه نن د «غبرګولي ۲۸مه» د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې شوې.

د وسله طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ټويټ کې ويلي، چې د «روژه ګل» په نوم دغه کس وروسته له هغه د دوی د کسانو له خوا ووژل شو، چې د تېښتې هڅه يې وکړه او زوی يې چې په ياده پېښه شريک بلل شوی، نيولی دی.

د حاجي نور په نوم د منګلو قوم يوتن قومي مشر هم پژواک خبري اژانس سره خبرو کې تائيد کړه، چې د روژه ګل په نوم ياد کس چې د يوې کورنۍ اووه غړي يې وژلي وو، د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی.

هغه وويل، ياد کس د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ اړوند د ډم په سيمه کې وژل شوی.

تېره ورځ خوست کې د منګلو قوم سلګونه اوسېدونکو د قومي چيغي له مخې بيا د ياد بريد په غبرګون کې چې له امله يې د يوه کور اووه غړي وژل شوي وو، د هغوی د نږدې خپلوانو کورونو ته اورونه واچول او له منځه يې يوړل.

دغه پېښه چې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ديګانو په کلي کې شوې، د اوسېدونکو په وينا يې چې د يادو کسانو په وژلو کې د دوی ترونه او د تره زامن لاس لري او دا کار يې د ميراثې په خاطر ترسره کړی دی.

د شمل خان په نوم د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د دوی پخوانی دود دی چې هرڅوک دا ډول ظلم ترسره کړي، په مقابل کې به يې قوم راپورته کيږي او د هغوی کورونو ته به اور اچوي.

هغه وايي: ((دا موږ نه پرېږدو ټول منګل پسې راوتلي دي او ټول جايداد يې له منځه وړو. موږ ثبوت لرو چې دا کار دوی ترسره کړی دی، ټول يې وروڼه او د تره زامن دي. موږ پوښتنه کړې ده. ټول مو پنځه کورونه وسوځول.))

د داوود په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل، دا کار يې د نورو خلکو د عبرت لپاره ترسره کړ، څو په راتلونکي کې بيا له چا سره دا ډول ظلم ترسره نه شي.

دی زياتوي: ((دلته چې د يوه کور اووه کسان وژل شوي وو، د هغه په مقابل کې قوم راغلی دا کورونه يې وسوځول او ويې نړول، ددې په خاطر چې بيا څوک داسې کار ونه کړي.))

بل خوا د سوځول شويو کورونو د کورنيو غړو او همدا ډول د روژه ګل په نوم د ياد کس په اړه چې نن طالبانو وژلی، د خوست حکومتي چارواکو تراوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.