Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د چاودنې له امله یوه مور له دوو ماشومانو سره ووژل شوه

ګردېز (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹) : په پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې له امله یوه مور له دوو ماشومانو سره وژل شوې او یو ماشوم یې ټپي شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د غبرګولي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته په زرمت ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې یوه کورنۍ د واده په مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته خپل کور ته روانه وه.

ده زیاته کړه چې د زرمت ولسوالۍ د سورکۍ په سیمه کې ددوی پر موټر د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کړې چې له امله یې یوه مور له دوو ماشومانو سره وژل شوې او یو درې میاشتنی ماشوم یې ټپي شوی دی.

دی وایي چې ټپي ماشوم روغتون ته وړل شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد اعلان شوی دی.

په یوه تازه راپور کې ملګرو ملتونو ویلي چې تېر کال په افغانستان کې درې زره ماشومان بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.