Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې پر کروندګرو زرګونه کيلوګرامه د زعفرانو پياز ووېشل شول

پکتیکا کې پر کروندګرو زرګونه کيلوګرامه د زعفرانو پياز ووېشل شول

author avatar
17 Jun 2020 - 18:23
پکتیکا کې پر کروندګرو زرګونه کيلوګرامه د زعفرانو پياز ووېشل شول
author avatar
17 Jun 2020 - 18:23

ښرنه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٩): د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست له لوري د نشه يي توکو د کر د مخنيوي په موخه درې زره کیلو د زعفرانو پياز او نور اړین وسایل پر بزګرانو ووېشل شول.

 په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د پکتیکا د والي مرستیال انجنیرشېربادشاه اورګوني وویل، دا چې دغه ولایت پراخې کرنیزې ځمکې لري نو دوی به د کرکیلې په برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي څو دغه ځمکې شنې او ولس ترې ګټه واخلي.

اورګوني زیاته کړه، د پخوا په پرتله د کرنې په برخه کې زیات کار تر سره شوی دی، دوی هڅه کوي چې د نشه یي توکو د کر پر ځای میوې، سبزي جات او د نور کرنیزو توکو کر دود کړي.

دغه راز د پکتیکا ولایت کرنې ریاست سرپرست ابوبکر حقیار وويل، زعفران چې ډېر لوړه بیه لري نو د چرسو او نورو نشه یي توکو د کر د مخنیوي تر ټولو ښه بدیل کېدای شي.

حقیار وایي، دوی به دغې لړۍ ته دوام ورکړي او د پکتیکا بېلا بېلو سیمو ته به یې وغځوي.

نوموړی زیاتوي، تر دې وړاندي یې هم د بېلابېلو کرنیزو توکو تخمونه او نور اړین وسایل پرکروندګرو وېشلي دي.

بل لورته بیا د پکتیکا بزګران وايي چې په ډېرو نا امنه سیمو کې چرس او نور نشه یي توکي کرل کيږي خو د زعفرانو کر به يو ښه بديل شي.

دوی دغه راز له حکوت څخه غوښتنه کوي چې پکتیکا ولایت پراخې زراعتي ځمکې لري، نو اړینه ده چې دولت ورته لا زیاته پاملرنه وکړي، څو  خلک پردیو هېوادونو ته د مزدوریو لپاره له تګ نه خلاص شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.