کابلر (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): د ولسي جرګې پلاوی په ایران کې سیند ته د افغانانو د اچولو موضوع څېړلې او ادعا یې کړې ده چې بهرنیو چارو وزارت او په ایران کې افغان سفیر نه دي توانېدلي هلته د افغانان له حقونو دفاع وکړي.
د راپورونو له مخې، د ایران سرحدي ځواکونو د غویي په ۱۱مه نږدې ۵۰ افغانان وروسته له شکنجې د هریرود سیند ته غورځولي وو.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني چې دغه راپور یې د یادې جرګې په غونډه کې لوست، وویل، پلاوي موندلې چې په دې پېښه کې ۱۸ افغان کډوال وژل شوي، ۱۹ ژغورل شوي او ۱۳ نور ورک دي.
د هغه په وینا، سیند ته غورځول شوو د ۱۳ تر ۱۸ کلونو عمرونه درلودل او ډېری یې د هرات او فراه ولایتونو اوسېدونکي وو.
د هغه په وینا: «کافي اسناد او شواهد لرو چې کډوال وروسته له شکنجې او ځورولو سیند ته اچول شوي دي.»
هغه وایي چې په دې پېښه کې د بهرنیو چارو وزارت او په ایران کې د افغان سفیر ونه شو کړای د افغانانو له حقونو څخه پوښتنه وکړي.
د حسیني په وینا، اسنادو، شواهدو، د پېښې شاهدانو او د ژغورل شوو کسانو خبرو ته په کتو ایران هېواد باید له افغان حکومته بښنه وغواړي او د هغه ایراني نظامیان چې په راپور کې یې نومونه لیکل شوي، باید په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.
هغه همدارنګه د ایران له حکومته وغوښتل چې د دې پېښې قربانیانو ته وینې پور ورکړي او افغان حکومت هم باید د ایران پر وړاندې خپل سیاسي دریځ معلوم کړي.
همدارنګه د ولسي جرګې وکیل او د دغه پلاوي بل غړي ګل احمد کمین هم وویل: «هغو شواهدو او اسنادو ته په کتو سره چي له موږ سره دي، له افغان کډوالو سره یو غیر انساني او غیر اسلامي چلند شوی او ایرانیانو ټول نړیوال قوانین او کنوانسیونونه تر پښتو لاندې کړي او باید غرامت ورکړي.
هغه همدارنګه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر باید د لا زیاتو جزئیاتو ورکولو لپاره استجواب شي؛ ځکه چې افغان سفیر او بهرنیو چارو وزیر په دې پېښه کې ناکام وو او وې نه شو کړای چې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.
همدارنګه د ولسي جرګه دویم نایب عباس ابراهیم زاده له حکومته وغوښتل چې له ایران سره د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونو دوه اړخیزې تفاهنامې مطابق جدي چلند وکړي.
هغه وویل چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر باید یو عمومي مجلس ته را وغوښتل شي څو د ولسي جرګې استازو پوښتنو ته ځواب ووایي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP